د ښوونې او روزنې پوهنځي کيميا څانګې خپل غوره زده کړيالان وستايل!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/ غبرګولي ۲۶مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د کیمیا څانګې خپل غوره زده کړيالان وستايل.
په دې تړاو مراسمو کې د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستيال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي، د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس پوهنيار ابراهيم نوري، د ياد پوهنځي استادانو او زده کړيالانو ګډون درلود.
ګډونوالو ته د علمي او محصلانو چارو مرستيال په خپلو خبرو کې د عصري علومو پر ارزښت او اړتيا ګټورې خبرې وکړې او پر زده کړيالانو يې ټينګار وکړ، چې په دغه تحصیلي مرکز کې ترلاسه کړې لوړې زده کړې او علميت دې تر نورو په احسنه توګه ورسوي. د دې تر څنګ د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس هم غوره زده کړيالانو ته د مبارکي تر څنګ د دوی پر تحصیلي مسؤليت پېژندلو او ښه خدمت ترسره کولو په اړوند سپارښتنې وکړې.
يادو مراسمو غوره زده کړيالانو ته د ترتیب شويو ستاينپاڼو تر وېش وروسته پای وموند.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت.