لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د دغې موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده کړیالانو ته د اسلامي ثقافت اړوند درسونه پیل کړل!

شنبه: د ۱۴۰۳کال ۱۰مه او د ۱۴۴۶ صفر۲۷مه نېټه.
لوګر لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي د لومړي ټولګیو زده کړیالانو ته د اسلامي ثقافت اړوند درسونه پیل کړل.
نن د یادو درسونو لومړۍ برخه وه، ښاغلي صارم په نني درس کې زده کړیالانو ته د وخت ارزښت، شخصیت جوړونه، غفلت نه کول، ځان د ښه خدمت لپاره جوړول، د استادانو پوره درناوی او همدا راز له ټولنیزو رسنیو څخه د سالمې ګټې اخستنې په اړوند هر اړخیزې خبرې او معلومات وړاندې کړل. نوموړي همدا راز درسونو تر څنګ د یاد پوهنځي له ټولو ټولګیو څخه د درسي بهیر لیدنه او څارنه هم وکړه او زده کړیالانو ته د غیرحاضري پر نه کولو ټینګار وکړ.