لوګر پوهنتون کې (د ټولنې په اصلاح کې د علماوو او استادانو ونډه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۸
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۲۳مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۲۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د‌دغه پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته (د ټولنې په اصلاح کې د علماوو او استادانو ونډه) تر سرليک لاندې سمينار د لوګر ولايت د استيناف محکمې رئيس لخوا وړاندې شو.
دغه روزنيز سمينار چې د دغه پوهنتون د‌ دعوت او ارشاد عمومي کمېټې لخوا ترتیب شوی و د لوګر ولايت د استيناف محکمې رئيس شيـ؛؛؛خ مولوي محمد ګلاب فاروقي لخوا وړاندې شو.
نوموړي په سمینار کې د ټولنې د اصلاح راز د پوهانو، علماوو او استادانو په روزنو او لارښوونو کې نغښتی وښوده.
ښاغلي فاروقي صاحب زياته کړه، چې د ټولنې هر لوستی او نېک عمله انسان بايد د نورو وګړو د اصلاح په برخه کې خپل مسؤليت ترسره کړي او د ټولنې اصلاح په احسنه توګه او نبوي اخلاقو په رڼا کې وکړي.
ښاغلي فاروقي صاحب همدار راز د پوهنتون استادانو ته په اشارې وويل، چې محصلان او د ټولنې ځوان نسل بايد په اسلامي فکري سمبال وروزي؛ تر څو د يادو ځوانانو له خوا په کورونو او ټولنو کې ورته اسلامي او فکري اصلاح رامنځته شي.
د‌ دې تر څنګ ښاغلي فاروقي صاحب پر تقوا او دينداري هم ټینګار وکړ او زياته يې کړه، چې دينداره او تقوا لرونکی انسان د ټولنې د اصلاح او خير سبب ګرځي.
یاد سمينار د لوګر پوهنتون د رهبري لخوا خورا ګټور ياد شو، د دغه پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د لوګر ولايت د استيناف محکمې له رئیس څخه د‌ مننې او کور وداني تر څنګ پر استادانو او اداري کارکوونکو ټينګار وکړ، چې له دا ډول روزنیزو او ديني سمينارونو دې پوره ګټه واخلي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS