لوګر پوهنتون مسؤلین؛ له نورو اړوندو ادارو سره له لاسلیک شویو هوکړه لیکونو څخه مو د پام وړ ګټه اخیستې ده!

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۲۸
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴کال عقرب/ لړم ۲۶مه او د ۱۴۴۷جمادی الاول ۲۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون مسؤلین وایي، چې د دغه پوهنتون او نورو ولایتي او مرکزي اړوندو ادارو سره له لاسلیک شویو هوکړه لیکونو څخه مو د علمي ډګر د پیاوړتیا او د محصلانو د عملي زده کړو او مسلکي روزنې په برخو کې د پام وړ ګټه اخیستې ده.
د دغه پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم وایي، چې د دغه تحصیلي مرکز د رهبري لخوا د اړیکو د پراختیا، ګډوهمکاریو، علمي پرمختګ او اداري پیاوړتیا په موخه له ډېری ولایتي او مرکزي اړوندو ادارو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شوي، چې پایلې یې خورا مثبتې او عملاً د محصلانو د عملي زده کړو او مسلکي روزنې په برخو کې ورڅخه ګټه اخیستل کیږي، چې دا لړۍ به هر کال روانه وي.
ورته مهال د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزی وایي، چې له یادو هوکړه لیکونو څخه په ګټې اخیستنې یې سږکال له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږي د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت پر مټ د څلورګونو پوهنځیو محصلان په لوګر ولایت کې د کانونو، پوهنې، عدلیې، کرنې مالدارۍ او اوبو لګولو، چاپېریال ساتنې، اطلاعاتو او کلتور او مخابراتو ریاستونو او همدا راز په مرکز کې د کانونو او پترولیم او کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارتونو سره په همغږۍ د دوی اړوندو برخو ته د عملي زده کړو، مسلکي او اداري روزنې او کارزده کړې او علمي سیرونو په موخه لېږلي دي. د ښاغلي ستانکزي په خبره یادو ادارو ته د عملي او مسلکي زده کړو په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو علمي سیرونه خورا ګټور او د پام وړ مثبتې پایلې او لاسته راوړنې لري. د علمي او محصلانو چاور مرستیال همدا راز زیاتوي، چې د دغه پوهنتون او د لوګر ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت تر منځ د شوي هوکړه لیک له مخې دا مهال د یاد آمریت د ساختماني انجنیري برخې محصلان د عملي زده کړو په موخه د دغه پوهنتون د مالي او اداري معاونیت اړوند د ساتنې او څارنې عمومي مدیریت په همکاري د پوهنتون دننه رغنیزو پروژو کې په عملي زده کړو بوخت دي او په مسلکي برخه کې ورسره د دغه پوهنتون د شته امکانو پر مټ پوره همکاري کیږي.
دا چې د محصلانو علمي سیرونه او اړوندو ادارو ته رسمي تګ راتګ لازمو امکاناتو ته اړتیا لري؛ په اړه یې د دغه پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي فصل الربي مصطفی ډاډ ورکوي او وایي، چې د یادو چارو لپاره یې له لوړو زده کړو وزارت سره په همغږي په دغه پوهنتون کې د ترانسپورت منظم ترتیب برابر کړی او هڅه کوي، چې د دغه تحصیلي مرکز د اداري پرمختګ او علمي برخې د لا پیاوړتیا لپاره لازم امکانات برابر کړي.
باید وویل شي، چې لوګر پوهنتون په څلورو شرعیات، کرنې، جیولوجي او کانونو او ښوونې او روزنې پوهنځیو کې دا مهال نږدې ۲۰۰۰ دوه زره تنه محصلان په لوړو زده کړو بوخت دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۷
Background image

لوګر پوهنتون کې د علمي آثارو د تدقيق ځانګړې کمېټه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت مقام د لارښوونې پر اساس د علمي آثارو د تدقیق ځانګړې کمېټه د دغه پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه تشريح او وړاندې کړل؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د اووم سمستر ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د پوهنتون د رهبري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د ازموينو عمومي کمېټې د پوهنځيو له فرعي کمېټو او ازموينو له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
 لوګر پوهنتون د ازموينو عمومي کمېټې د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په. . .

BACK TO NEWS