لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته وشوه!
دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۱۷مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري وشوه.
په پيل کې د دغې موسسې رییس د څلورګونو پوهنځیو پر مسؤلینو د کیفیت لوړونې اړوندو د نیمګړيو او لازمو کارونو او کړنو د ترسره کیدو او بشپړېدو ټینګار وکړ او زیاته يې کړه، چې د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې دوهم پړاو ته باید دغه موسسه په نږدې وو کې بشپړ چمتووالی ولري. تر دې وروسته دغې ناستې د یو شمېر نورو اړینو موضوع ګانو پر بحث او پرېکړو سره پای وموند.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.