لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ جوزا/ غبرګولي ۱۳مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د رهبري شورا نوبتي میاشتنۍ ناسته د دغې موسسې د رییس مفتي سید ضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
په ناسته کې د دغې موسسې د رییس لخوا د تېر په څېر د دوه ګونو معاونیتونو او څلورګونو پوهنځیو مسؤلینو ته په خپلو چارو کې د روڼتیا، چټکتیا او همدا راز د اړوندو کارکوونکو د څارنې او لاښې هڅونې په برخه کې لازمې سپارښتنې وشوې.
د رهبري شورا دغه ناسته د یو لړ اړینو موضوع¬ګانو په بحث او پرېکړو پای ته ورسېده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.