لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري چارو مرستيال د ترميم پروژې له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
شنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/ليندۍ ۱۰مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۸مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي او اداري چارو مرستيال مولوي فضل الربي مصطفی په دغه موسسه د ترمیم پروژې اړوند د کرنې پوهنځي د ودانۍ باندنيو برخو د رنګولو له چارو لیدنه او څارنه وکړه.
ښاغلي مصطفی د لیدنې پر مهال پر اړوندو کارکوونکو او د قراردادي شرکت پر مسؤلينو د ښه او روان کار کولو ټینګار وکړ.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.