لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړولو او د ليليې ودانيو د بيارغونې چارې پيل شوې!

شنبه: د ۱۴۰۳ کال کب/حوت ۲۵مه او د ۱۴۴۶رمضان المبارک ۱۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ليليې لپاره د (۲۳) ميليونو افغانیو په ارزښت د خوړنځای او ګدام د جوړولو او د ليليې ودانيو د بيارغونې چارې پيل شوې.
د يادو چارو پروژه د لوړو زده کړو وزارت لخوا دغې موسسې ته د روان ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې منظور شوې وه او د (رشيدي رحمتي) ودانیزه شرکت له لوري يې د قرارداد او پلي کېدو چارې ترسره کيږي، چې په دې سره د دغې موسسې د ليليې لپاره ځانګړی خوړنځای، د ليليې د اعاشوي او اباطوي توکو د ساتنې او ځاي پرځای کولو لپاره ځانګړی ګدام جوړيږي او همدا راز به د يادې ليليې د استوګنيزو ودانيو د بيارغونې چارې هم ترسره کيږي.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د يادې پروژې په پلي کېدو سره خورا خوښي څرګندوي او وايي، چې له دې سره به د دغې موسسې د ليليې مېشت زده کړيالان په لازمو آسانتياوو او سهولتونو څخه برخمن شي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.