لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو د ( مایکروسافټ ورډ پر بنسټ د کتاب صفحه بندي و د سرپاڼو تنظیم) تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمری ۱لومړۍ او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د دغې موسسې د څېړنو او علمي مجلې آمریت لخوا د ( مایکروسافټ ورډ پر بنسټ د کتاب صفحه بندي و د سرپاڼو تنظیم) تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو.
دغه روزنیز سمینار، چې د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل عبدالصبور فیضي لخوا ترتیب او وړاندې شو، خورا ارزښتمن او نوي معلومات په کې راغونډ شوي وو، چې ګډونوال یې د دغې موسسې د رهبري سربېره ګڼ شمېر استادان وو.
ورته مهال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي یاد سمینار له مسلکي اړخه خورا ګټور وباله او پر استادانو یې ټینګار وکړ، چې له دا ډول ارزښتمنو او روزنیزو سمینارونو دې پوره کټه پورته کړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.