لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي لوی جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۲۳
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۱مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي لوی جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې او تر دا مهاله ېې خواوشا (۳۰سلنه) کارونه ترسره شوي.
یاد لوی جومات په دغه تحصیلي او علمي مرکز کې د هیواد د یوتن ملي سوداګر لخوا د نوموړي په شخصي مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي. دغه جومات چې د خواوشا (۲۰۰۰) دوره زره لمونځ کوونکو لپاره به بسنه کوي د جوړېدو چارې به یې د یو کال په اوږدو کې بشپړې شي. د دغه جومات تر څنګ د اوداسه لپاره مناسب ځایونه، د سړو او تودو اوبو منظم سیستم او همدا راز د جومات سره څېرمه د زده کړیالانو لپاره د سالمې تفرېح او مطالعې پارکونه هم په پلان کې نیول شوي، چې د جومات له جوړېدو سره په یو وخت یې چارې بشپړیږي.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د یاد جومات د جوړېدو له چارو د لیدنې او څارنې پر مهال د اړوند قراردادي شرکت له کارکوونکو د مننې تر څنګ له دوی څخه د ښه او باکیفیته کار کولو هیله وښوده.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS