د لوګر مرستیال والي د لوګر پوهنتون له یو شمېر پراختيايي او رغنيزو پروژو ليدنه او څارنه وک
سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۹مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۹مه نېټه.
د لوګر مرستیال والي الحاج مولوي محمدانور دینپرور د لوګر پوهنتون د رهبري په ملتيا د دغه پوهنتون له یو شمېر روانو پراختيايي او رغنيزو پروژو څخه لیدنه او څارنه وکړه.
د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم د مرستيال والي ته تر ښه راغلاست وروسته د یادو پروژو په اړه اړخيز معلومات وړاندې کړل او د ولايت مقام له ملاتړ او همکارۍ يې مننه وکړه، چې تل د پروژو پر وخت څارنه او ارزونه کوي.
په دې لیدنه کې مرستیال والي لوګر پوهنتون ته له مرکز پل علم ښار څخه د غځېدلي عمومي سړک سربېره د لیلیو د بیارغونې، خوړنځای او غونډو تالار او داخلي سړکونو د جوړېدو چارې له نږدې وليدلې.
د لوګر مرستیال والي د اړوندو کارکوونکو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې باید چارې له کیفیت سره سم او پر وخت بشپړې شي؛ تر څو محصلانو ته لا ډېر مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.
د یادونې وړ ده، چې د لوګر پوهنتون د رهبري په هڅو په دغه پوهنتون کې ګڼې رغنيزو پروژې روانې دي، چې د راتلونکي ۱۴۰۵ کال له پيل سره سم به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت
