د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس لوګر د لوړو زده کړو موسسې له رهبري، استادانو اداري کارکوونکو او زده کړیالانو سره ځانکړې ناستې ترسره کړې!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۴۶
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۲۴مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۱۶مه نېټه.
د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس شيـ؛؛؛خ شاکرالله وحدت د یو رسمي سفر په ترڅ کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې له رهبري، استادانو اداري کارکوونکو او زده کړیالانو سره ځانګړې ناستې ترسره کړې.
په دغو ناستو کې ښاغلي وحدت د دغې موسسې له رهبري سره د خبرو پر مهال په اسلامي او ملي روحیه د تحصیلي او علمي خدمتونو د وړاندې کولو په اړوند ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د دې هیواد هر ځوان باید د مسلکي زده کړو تر څنګ په فکري او عقیدوي روزنه هم سمبال ټولنې ته وړاندې شي. تر دې وروسته نوموړي د دغې موسسې له اداري کارکونکو سره هم په ناسته کې د دوی ترسره کړي خدمتونه وستایل او په چارو کې یې د لاښه اخلاص او امانتدارۍ ټینګار وکړ. ورپسې ښاغلي وحدت د دغې موسسې د شرعیاتو پوهنځي له تدریسي بهیره د څارنې او ارزونې تر څنګ د لیلیې له زده کړیالانو سره هم ګډه مشورتي ناسته ترسره کړه او یادو زده کړیالانو ته یې د یو لړ اصلاحي او فکري لارښونو او سپارښتنو تر څنګ د دوی د صورت او سیرت پر جوړولو ټینګار وکړ.
په ټوله کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي شيـ؛؛؛خ شاکرالله وحدت د دغې موسسې له تدریسي بهیر، عامه نظم او نورو پرمختګونو او لاسته راوړنو خوښي وښوده.
ورته مهال د دغې موسسې رییس مفتي سیدضیاءالاحمد صارم د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رییس ښاغلي شيـ؛؛؛خ شاکرالله وحدت راتګ ته د هرکلي تر څنګ د دغې موسسې د رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو لخوا د ښه خدمت کولو په برخه کې پوره ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د دغې موسسې ټول مسؤلین او کاري ډله تل چمتو ده، چې د هیواد ځوان نسل ته له شته امکاناتو څخه په سالمې ګټې اخستنې د پام وړ خدمتونه وړاندې کړي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

پیام رهبری پوهنتون لوگر

نظام و جامعه اسلامی ما پس از رهایی کامل از اشغال وحشیانه، در هر بخش زندگی ومیادین نیازمند توسعه است. برای پیشرفت یک جامعه لازم است تا مردم آن پیش از همه خود را به زیورعلوم دینی وعصری آراسته کند.

برای رسیدن به این هدف، پوهنتون لوگر، رسالت و وظیفه خود می داند که علاوه بر تربیت فکری و دینی وهمچنان بر خلاقیت و نوآوری دانشجویانی     متعهد،وطندوست، مسلکی به دین و کشور را به جامعه تقدیم کند و نقش سازنده ای در آبادانی کشور و دستیابی به اهداف عالی داشته باشد.

بااحترام

رئیس پوهنتون لوگر

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
logar university photo

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS