لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د افتخاري شيوخو لخوا ځانګړي درسونه د بېلابېلو موضوع ګانو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېدل!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۹:۲۱
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۴مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثاني ۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د افتخاري شيوخو ځانګړي درسونه د لوګر ولایت د علماوو شورا رییس ښاغلي شیخ مولوي محمد شریف لخوا د(زهد او تقوا، په معاصرو قضایاوو کې د ځوانانو مسؤلیتونه، د امام ابو حنیفه رح د مذهب تدوین، د اسلامي شريعت مقاصد او اهداف) موضوع ګانو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېدل!
ورته مهال د دغې موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم ياد درسونه د دغې موسسې د رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او زده کړيالانو لپاره خورا اړین او ګټور یاد کړل او د ښاغلي شیخ مولوي محمد شريف څخه يې د مننې تر څنګ د نوموړي دغه ستر خدمت پر دغې موسسې خورا لويه لورینه یاده کړه.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۶:۰
Background image

لوګر پوهنتون کې د نږدې (۲۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د لیلیې لپاره یو باب خوړنځي او یو باب د غونډو لوی تالار جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د لوګر مرستیال والي شیخ مولوي انعام الله صلاح الدین، د پکتیا مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور دین پرور، لوګر پوهنتون رهبري، د لوګر ولایت د یو شمېر ولایتي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۱۶
Background image

لوګر پوهنتون رهبري، استادانو او اداري کارکوونکو ته نوی ستراتیژیک تشریح شو؛

په پیل کې د دغه پوهنتون سرپرست رئیس پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي تر ښه راغلاست وروسته د نوي ستراتیژیک پلان پر جوړېدو او د لوړو زده کړو وزارت لخوا یې پر تائید خوښي وښوده. ښاغلي ستانکزي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې سمينار وړاندې شو؛

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/ مرغومې ۱۶مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۱۶مه نېټه.
لوګر پوهنتون استادانو ته ( د کيفي څېړنې ډولونه او د ګټې اخيستنې تخنيکونه) تر سرليک لاندې روزنيز سمينار د دغه پوهنتون. . .

BACK TO NEWS