لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د یو باب لوی جومات او کتابتون د جوړېدو چارې پیل شوې!
یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۲۲مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۱۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لومړي ځل لپاره د یو باب لوی جومات او کتابتون د جوړېدو چارې تېره ورځ د دغې موسسې د رهبري، د اړوند قراردادي شرکت د مسؤلینو او د هیواد د نوموتې څهرې جنرال مبین خان په شتون سره پیل شوې.
دغه لوی جومات او کتابتون د هیواد د ملي سوداګر الحاج محمد میرزا ګټوازي لخوا د نوموړي په شخصي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي. دغه لوی جومات به په یوه وخت د شاوخوا (۲۰۰۰) دوه زره لمونځ کوونکو لپاره بسنه کوي، چې ترڅنګ یې د اوداسه لپاره پر سړو او تودو اوبو سمبال ځانګړي او مناسب ځایونه هم په پلان کې نیول شوي. له دې سره سره به د دغې موسسې د زده کړیالانو لپاره یو ځانګړی کتابتون هم جوړیږي، چې په بېلابېلو دیني، مسلکي، ټولنیزو او نورو.... کتابونو به سمبال وي. باید ووایو، چې د یاد جومات او کتابتون چارپېره به د پلان سره سم تفریحي زرغون پارکونه هم جوړیږي.
د هیواد د ملي سوداګر ښاغلي کټوازي په وینا، چې د یاد جومات او کتابتون د جوړېدو چارې به د یو کال په اوږدو کې بشپړې او ګټې اخستنې ته به وسپارل شي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.