لوګر پوهنتون څلور پوړیزه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۸:۱۰
  څلور پوړیزه ودانۍ

چهارشنبه - د ۱۴۰۰ کال وري میاشتې ۱۱ نېټه!

په هغه شانداره غونډه کې چې، په یاده نوي څلور پوړیزه ودانۍ کې جوړه شوې وه، په کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر جلالتمآب دوکتور عباس بصیر، دیاد وزارت مالي او اداري معین ښاغلي نور احمد درویش او ورسره مل پلاوي، د لوګر والي ښاغلي عبدالقیوم رحیمي، په ولسي جرګه د لوګر د خلکو استازو هریو الحاج سید محمد صدیق حسن زاده او آغلي هما احمدي، د لوګر ولایتي شورا مرستیال او غړي، د لوګر امنیتي ارګانونو مسئولینو، د لوګر دویمو واحدونو رئیسانو او مسئولینو، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، معاونین، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو، د رسنیو استازو، مدني فعالانو، ګڼ شمیر قومي مشرانو او هیوادوالو ګډون درلود.

غوڼده د قرآن کریم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل او وروسته لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنمل عبدالناصر ستانکزي میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه علمي کانون په علمي، اداري او پراختیايي برخو کې د لاسته راوړنو، پلانونو او شته ستونزو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

بیا په ترتیب سره، د لوړو زده کړو وزارت مالي و اداري معین ښاغلي نوراحمد درویش، په ولسي جرګې د لوګرو د خلکو استازو ښاغلي الحاج محمد صدیق حسن زاده او هما احمدي، د لوګر ولایتي شورا مرستیال ښاغلي الحاج محمد قسیم خوشیوال، لوګر والي ښاغلي عبدالقیوم رحیمي او د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي دوکتور عباس بصیر په اړونده موضوع او د لوړو زده کړو پر اهمیت او پر ټولنې يي اغیزې په اړوند ارزښتناکې ویناوې وکړې.

د یادونې وړده چې، نوموړي څلور پوړیزه ودانۍ مجهز اداري اتاقونه، درسي صنفونه، تشنابونه، د غونډو تالار، کمپیوټر لب خونه، د علمي شورا اتاق، اطفايې سیسټم او HVK فعال سیسټم لري، د لوړو زده کړو وزارت HEDP ادارې لخوا په 63.6 میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۳۹۹ کال لېندۍ میاشتې کې بشپړه شوه.

همدارنګه په دغو مراسمو کې د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي تحقیقاتي فارم چې په دوه جریبه ځمکه کې د پایتخت زون له ادارې لخوا د میرویس کرنمل شرکت له لورې په 250000 دوه سوه او پنځوس زرو افغانیو جوړیږي، د جوړیدو نیالګي هم کېښودل شول.

غونډه د تحایفو او تقدیرنامو په ورکړه او د اختتامې په دعايې پای ته ورسیده

پاتې ده نه وي؛ چې د لوړو زده کړو وزیر او ورسره مل پلاوي، لوګر والي، د ولایتي شورا غړو، په دو جلا ناستو کې، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا غړو او د محصلانو نماینده ګانو سره هم لیدنه تر سره کړه، چې په ترڅ کې د استادانو او محصلانو ستونزې او وړاندیزونه يي واوریدل.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۰/۵/۹ - ۱۲:۱۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې استادانو ته د (OBE-SCL) ترعنوان لاندې ورکشاپ پیل شو

یاد ورکشاپ د لوړو زده کړو وزارت پراختیایي پروګرام (HEDP) لخوا، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې (۲۵) تنو نوو مقرر شوو استادانو ته، د دغه علمي بنسټ د مسلکي پراختیا مرکز (PDC) په تالار کې پیل شو. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۸:۱۸
Background image

د کانکور د ازموينې دريمه او د پاى ورځ!

 

جمعه - د ١٤٠٠ لمريز کال غويي مياشتې ١٠ مه نېټه!

د لوګر ولايت د ١٤٠٠ لمريز کال د کانکور ازموينې دريمه ورځ هم نن د سهار په ٦ بجو پيل شوه.

دغه ازموينه چې لوګر د لوړو زده کړو مٶسسې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۸:۱۰
Background image

لوګر پوهنتون څلور پوړیزه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

چهارشنبه - د ۱۴۰۰ کال وري میاشتې ۱۱ نېټه!

په هغه شانداره غونډه کې چې، په یاده نوي څلور پوړیزه ودانۍ کې جوړه شوې وه، په کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر جلالتمآب دوکتور عباس بصیر، دیاد. . .

BACK TO NEWS