لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د (آشنایی با تدوين دیدگاه و ماموریت ستراتیژیک) تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار وړاندې شو!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۴:۳۷
۱۱

سه شنبه: د۱۴۰۳ کال قوس/لېندۍ ۶مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاولی ۲۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د (آشنایی با تدوين دیدگاه و ماموریت ستراتیژیک) تر سرلیک لاندې روزنیز سمینار د دغې موسسې د ستراتیژیک عموي کمېټې لخوا وړاندې شو.
د یاد سمینار ګډونوال د دغې موسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت، مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی، د څلورګونو پوهنځیو رییسان، د څانګو او مستقل آمرین، د عمومي کمېټو مسؤلین، او د اداري برخو مدیران وو.
په سمینار کې بېلابېل اړین او ارزښتمن مواد او معلومات ترتیب او راغونډ شوي وو، چې د تضمین کیفیت آمر پوهنیار عبدالعزیز عابد او پوهنیار عزیر احمد کاکړ لخوا په منطم ډول وړاندې شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۲
Background image

د ستراتیژیک پلان د تدوين کمېټې ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۱۷مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ستراتیژیک پلان د تدوين کمېټې مشورتي ناسته د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۰:۵۸
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته وشوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۱۷مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري شورا ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري وشوه.
په پيل کې د دغې موسسې. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۶ - ۱۲:۲۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې دوه تنه استادانو د علمي ترفېعاتو په موخه علمي-څېړنیز کنفرانسونه وړاندې کړل!

شنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۱۵مه او د ۱۴۴۶ رجب المرجب ۳مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي رییس او استاد پوهنیار سید حفیظ الله حیات او همدا راز د ښوونې او روزنې پوهنځي. . .

BACK TO NEWS