د کرنې پوهنځي زده کړیالانو ته د مونوګراف لیکنې اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۰:۱۵
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۱۰مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۲۸مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي د څلورم ټولګي زده کړیالانو ته د مونو ګراف لیکنې په اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو.
د سمینار په لومړیو کې د کرنې پوهنځي رییس پوهنیار سید حفیظ الله حیات زده کړیالانو ته د څېړنې او همدا راز د مونو ګراف لیکنې پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې او له دوی سره د دغه پوهنځي د څېړنیزو لاسته راوړنو ټولګه هم شریکه کړه. ورپسې د همدې پوهنځې استادانو پوهندوی محمد سردار احمدي او د کرنیز اقتصاد څانګې آمر پوهنیار احمدنور ستانکزي په خپل وار سره د مونوګراف لیکنې په اړوند ترتیب شوې لارښوونې او معلومات له زده کړیالانو سره شريک کړل.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۵۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۹مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي لوی جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې او نږدې ۷۰ سلنه یې ترسره شوې دي.
دغه لوی. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۸
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان وستايل شول!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۳مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې مخکښ زده کړيالان د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو د انسجام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په لوګر ولایت کې د ځمګې لاندې او سطحي اوبو په اړوند علمي څېړنیز کنفرانس وړاندې شو!

یکشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱لومړۍ او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې په لوګر ولایت کې د ځمګې لاندې او سطحي اوبو په اړوند علمي څېړنیز کنفرانس د دغې. . .

BACK TO NEWS