لوګر پوهنتون محصلانو (د ځوان نسل فکري روزنې کتاب) سيالۍ ډله ييزه ازموينه ورکړه؛

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۲:۱
11

سه شنبه؛ د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۱۳مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۱۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون د څلورګونو پوهنځيو محصلانو (د ځوان نسل فکري روزنې کتاب) سيالۍ ډله ييزه ازموينه په خورا لېوالتيا سره وکړه.
دغه سيالۍ د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو د خدمتونو اوهغږۍ رياست په رسمي سپارښتنې او همدا راز د لوګر پوهنتون د رهبري، دعوت او ارشاد آمريت، د محصلانو د خدمتونو او همغږۍ عمومي مديريت او د پوهنتون د کلتوري کمېټې په ګډو همکاريو او هڅو ترسره شوه.
د يادې سيالۍ د ازموينې پرمهال لوګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم محصلانو ته د دغې ازموينې څخه موخه د دوی فکري رغښت او سالمه روزنه ياده کړه. ښاغلي صارم ټینګار وکړ، چې له پوهنتون هر فارغ ځوان بايد په پوره معنا په اسلامي او ملي فکر سمبال روزل شوی وي او هېڅ وخت په خپله ټولنه کې پرديو او باطلو فکرونو ته ځای ور نه کړي.
بايد وويل شي، چې د يادې سيالۍ د ازموينې پوښتنپاڼې او ځواب پاڼې د يوې ځانګړې ټاکل شوې کمېټې لخوا کتل کيږي، چې د پايلو په صورت کې یې مخکښو محصلانو ته د پام وړ ډالۍ هم ورکول کيږي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS