لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړولو او د ليليې ودانيو د بيارغونې چارې پيل شوې!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۳۵
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال کب/حوت ۲۵مه او د ۱۴۴۶رمضان المبارک ۱۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ليليې لپاره د (۲۳) ميليونو افغانیو په ارزښت د خوړنځای او ګدام د جوړولو او د ليليې ودانيو د بيارغونې چارې پيل شوې.
د يادو چارو پروژه د لوړو زده کړو وزارت لخوا دغې موسسې ته د روان ۱۴۰۳ کال په اوږدو کې منظور شوې وه او د (رشيدي رحمتي) ودانیزه شرکت له لوري يې د قرارداد او پلي کېدو چارې ترسره کيږي، چې په دې سره د دغې موسسې د ليليې لپاره ځانګړی خوړنځای، د ليليې د اعاشوي او اباطوي توکو د ساتنې او ځاي پرځای کولو لپاره ځانګړی ګدام جوړيږي او همدا راز به د يادې ليليې د استوګنيزو ودانيو د بيارغونې چارې هم ترسره کيږي.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د يادې پروژې په پلي کېدو سره خورا خوښي څرګندوي او وايي، چې له دې سره به د دغې موسسې د ليليې مېشت زده کړيالان په لازمو آسانتياوو او سهولتونو څخه برخمن شي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS