لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د دغې موسسې د (کمپیوټر زده کړې) څانګې له عملي زده کړو څخه لیدنه وکړه!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۱:۴۰
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۸مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۲۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د کمپیوټر زده کړې څانګې د زده کړیالانو له عملي زده کړو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د دغې موسسې رییس یادو زده کړیالانو ته په عملي او نظري زده کړو کې د امکان تر حده د اړوندو تجهیزاتو او لا نورو امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړ. نوموړي همدا راز له یادو زده کړیالانو وغوښتل، چې د دغه تحصیلي مرکز له شته امکاناتو پوره او سالمه ګټه پورته کړي او د نظري زده کړو تر څنګ په عملي برخه کې هم زیات څه له ځانه سره ولري. د دغې موسسې رییس همدا راز یادو زده کړیالانو ته وویل: (په پام کې ده، چې د لوګر مخابراتو ریاست سره د عملي زده کړو او دا راز د نورو اړوندو برخو د علمي څېړنو په موخه د ګډو همکاریو تفاهم لیک هم لاسلیک کړي، چې په دې سره به یاد زده کړیالان په مسلکي ډګر کې خورا ډېر څه ترلاسه کړي.)
باید وویل شي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د کمپیوټر زده کړې څانګې د زده کړیالانو سربېره د نورو پوهنځیو او څانګو زده کړیالانو ته هم د کمپیوټر اړوند عملي او نظري درسونه د دغې موسسې په ځانګړي کمپيوټرلب کې وړاندې کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۷
Background image

لوګر پوهنتون کې د علمي آثارو د تدقيق ځانګړې کمېټه جوړه او په فعاليت يې پيل وکړ

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت مقام د لارښوونې پر اساس د علمي آثارو د تدقیق ځانګړې کمېټه د دغه پوهنتون د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه تشريح او وړاندې کړل؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د اووم سمستر ۲۳ تنه محصلانو خپل څېړنیز پروپوزلونه د پوهنتون د رهبري. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۳ - ۱۰:۲۳
Background image

د ازموينو عمومي کمېټې د پوهنځيو له فرعي کمېټو او ازموينو له بهير څخه ليدنه او څارنه وکړه

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ ليندۍ ۱۲مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه‌.
 لوګر پوهنتون د ازموينو عمومي کمېټې د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي ميرويس ستانکزي په. . .

BACK TO NEWS