لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو د څانګو له آمرینو سره مشورتي ناسته وکړه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۸:۲۴
11

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۸مه او د ۱۴۴۶ د ربیع الاول ۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو د څانګو له آمرینو سره د چارو د ښه سمون او همغږي په موخه مشورتي ناسته وکړه.
په پیل کې د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت په خپلو خبرو کې د څانګو له آمرینو د دوی د ښه آمریت او رښتیني خدمت ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دوی دې نور هم خپل مسؤلیتونه په ښه او رښتینې توګه سرته ورسوي. ورپسې د دغې موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم هم یادو آمرینو ته د ښه خدمت، مسؤلیت پېژندلو او سالم مدیریت په اړوند لازمې سپارښتنې وکړي، ښاغلي صارم وویل (( زمونږ اوسنی اداري سیستم او مدیریت د اسلام له مبارک دین څخه سرچینه اخلي او د اسلام د سپېڅلي پیغمبر ص په وخت کې هم منظم اداري او مدیریتي ترتیب روان و، هغه مبارک (ص) به مناسب کسان پر مسؤلیتونو ګمارل، چې پدې سره د وخت ټول اداري او د رسالت چارې منظمې مخته تللې)) نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې اداري او کاډمیک مسؤلیت یو ستر امانت دی او باید په احسنه توګه سرته ورسول شي.
 

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS