لوګر پوهنتون څلور پوړیزه ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۸:۱۰
  څلور پوړیزه ودانۍ

چهارشنبه - د ۱۴۰۰ کال وري میاشتې ۱۱ نېټه!

په هغه شانداره غونډه کې چې، په یاده نوي څلور پوړیزه ودانۍ کې جوړه شوې وه، په کې د لوړو زده کړو وزارت وزیر جلالتمآب دوکتور عباس بصیر، دیاد وزارت مالي او اداري معین ښاغلي نور احمد درویش او ورسره مل پلاوي، د لوګر والي ښاغلي عبدالقیوم رحیمي، په ولسي جرګه د لوګر د خلکو استازو هریو الحاج سید محمد صدیق حسن زاده او آغلي هما احمدي، د لوګر ولایتي شورا مرستیال او غړي، د لوګر امنیتي ارګانونو مسئولینو، د لوګر دویمو واحدونو رئیسانو او مسئولینو، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس، معاونین، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو، د رسنیو استازو، مدني فعالانو، ګڼ شمیر قومي مشرانو او هیوادوالو ګډون درلود.

غوڼده د قرآن کریم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پيل او وروسته لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس ښاغلي پوهنمل عبدالناصر ستانکزي میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دغه علمي کانون په علمي، اداري او پراختیايي برخو کې د لاسته راوړنو، پلانونو او شته ستونزو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل.

بیا په ترتیب سره، د لوړو زده کړو وزارت مالي و اداري معین ښاغلي نوراحمد درویش، په ولسي جرګې د لوګرو د خلکو استازو ښاغلي الحاج محمد صدیق حسن زاده او هما احمدي، د لوګر ولایتي شورا مرستیال ښاغلي الحاج محمد قسیم خوشیوال، لوګر والي ښاغلي عبدالقیوم رحیمي او د لوړو زده کړو وزیر ښاغلي دوکتور عباس بصیر په اړونده موضوع او د لوړو زده کړو پر اهمیت او پر ټولنې يي اغیزې په اړوند ارزښتناکې ویناوې وکړې.

د یادونې وړده چې، نوموړي څلور پوړیزه ودانۍ مجهز اداري اتاقونه، درسي صنفونه، تشنابونه، د غونډو تالار، کمپیوټر لب خونه، د علمي شورا اتاق، اطفايې سیسټم او HVK فعال سیسټم لري، د لوړو زده کړو وزارت HEDP ادارې لخوا په 63.6 میلیونو افغانیو په لګښت د ۱۳۹۹ کال لېندۍ میاشتې کې بشپړه شوه.

همدارنګه په دغو مراسمو کې د لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي تحقیقاتي فارم چې په دوه جریبه ځمکه کې د پایتخت زون له ادارې لخوا د میرویس کرنمل شرکت له لورې په 250000 دوه سوه او پنځوس زرو افغانیو جوړیږي، د جوړیدو نیالګي هم کېښودل شول.

غونډه د تحایفو او تقدیرنامو په ورکړه او د اختتامې په دعايې پای ته ورسیده

پاتې ده نه وي؛ چې د لوړو زده کړو وزیر او ورسره مل پلاوي، لوګر والي، د ولایتي شورا غړو، په دو جلا ناستو کې، لوګر د لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا غړو او د محصلانو نماینده ګانو سره هم لیدنه تر سره کړه، چې په ترڅ کې د استادانو او محصلانو ستونزې او وړاندیزونه يي واوریدل.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۹
Background image

په ښوونې او روزنې پوهنځي کې یوه نوې تحصیلي څانګه رامنځته شوه؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبله/ وږي ۲۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۱لومړۍ نېټه.
د لوګر پوهنتون په ښوونې او روزنې پوهنځي کې د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د پرېکړې پر بنسټ د ( تربیتي علومو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۴
Background image

لوګر پوهنتون کې د ولیبال یو باب معیاري لوبغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سنبلې/ وږي ۲۵مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د (۱،۶) میلیونه افغانیو په ارزښت د ولیبال لوبې یو باب معیاري لوبغالی، دافغان ځوانانو خدماتي مؤسسې. . .

BACK TO NEWS