لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي نویو شامل شویو زده کړیالانو ته دښه راغلاست غونډه ترسره شوه!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۵:۵۲
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۱مه او د ۱۴۴۶ صفر ۲۸مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي نویو شامل شویو زده کړیالانو ته د ښه راغلاست او له پوهنتون سره د بلدتیا په موخه غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کرنې پوهنځي رییس پوهنیار سید حفیظ الله حیات زده کړیالانو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کرنې پوهنځي یو تخصصي او د ټولنې او طبیعت له غوښتنې سره سم پوهنځي یاد کړ، نوموړي د هیواد شته طبیعي ساحو او امکاناتو ته په کتو زده کړیالان اړ وبلل تر څو د مسلکي او تخصصي زده کړو په ترلاسه کولو سره د هیواد له شته طبیعي ساحو او ځمکو مسلکي ګټه واخلي او د هیواد د پرمختګ او هوساینې سبب شي. ورته مهال د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت هم د لوړو زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او د پوهنتون تحصیلي دوره یې د انسان د شخصیت جوړونې دوره یاده کړه، ښاغلي شفقت همدا راز د دغه تحصیلي مرکز شته مادي امکاناتو لکه: فعال انټرنېټ، کمپیوټرلب، سمبال کتابتون، لابراتوارونو او دلیلیې شتون ته په کتو زده کړیالان ښې مطالعې او ښو زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅول.
د غونډې په پای کې د کرنې پوهنځي استاد پوهندوی محمد سردار احمدي لخوا یادو زده کړیالانو ته له پوهنتون سره د بلدتیا په موخه ترتیب شوی ښوونیز سمینار هم وړاندې شو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۳۴
Background image

لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړیالانو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د بنګو د کښت د منعې په هکله فرمان تشریح شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي زده کړیالانو، استادانو او اداري کارکوونکو ته د بنګو د کښت د منعې په هکله د عالیقدر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۲۶
Background image

لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال د جیولوجي او کانونو پوهنځي له تدریسي بهیر څخه لیدنه او څارنه ترسره کړه!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي د دغه پوهنتون د استادانو د ګمارنې او علمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۵:۱۷
Background image

لوګر پوهنتون د محصلانو د همغږي عمومي کمېټې مشورتي ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۴ کال ميزان/ تلې ۱۵مه او د ۱۴۴۷ ربيع الثاني ۱۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون د محصلانو د همغږي عمومي کمېټې مشورتي ناسته د دغه پوهنتون د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي. . .

BACK TO NEWS