لوګر د لوړو زده کړو موسسې د هوکړه لیکونو او اړیکو عمومي کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۲۸
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۴ جوزا/ غبرګولي ۱۳مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د هوکړه لیکونو او اړیکو عمومي کمېټې میاشتنۍ نوبتي ناسته د دغې موسسې د رییس مفتي سیدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پرمهال د دغې موسسې د رییس لخوا د یادې کمېټې پر غړو له ښکېلو ادارو سره پر شویو هوکړه لیکونو د پلي کولو ټینګار وشو او زیاته شوه، چې له هوکړه لیکونو دې پر وخت او اړوندو مسلکي برخو کې د پام وړ ګټې واخستل شي؛ تر څو دغه موسسه په راتلونکي کې د هوکړه لیکونو له اړخه د پرمختګ شاهده او د ښکېلو ولایتي ادارو له همکاریو بډایه وي.
ورته مهال د یادې کمېټې د غړو لخوا هم د ورسپارل شویو مسؤلیتونو په ترسراوي کې پوره ډاډ وړاندې شو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۱۲
Background image

لوګر پوهنتون رئيس د افغان سرې مياشتې ټولنې له عموي رئيس سره ځانګړې ناسته وکړه؛

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۸مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د افغان سرې مياشتې ټولنې له عمومي رئيس شيخ مولوي شهاب الدین دلاور سره ځانګړې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۷
Background image

د کرنې پوهنځي محصلانو د بني حصار د مالدارۍ څېرنیز فارم ته علمي سیر ترسره کړ؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال عقرب/ لړم ۷مه او د ۱۴۴۷ جمادی الاول ۷مه نېټه.
 لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي د کرنیز اقتصاد او توسعې څانګې د درېیم ټولګي محصلانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۲:۴
Background image

لوګر پوهنتون رئيس؛ الحمدلله ورځ تر بلې لوګر پوهنتون د نوښتونو، پرمختګ او لاسته راوړنو پر لور روان دی؛

وګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم د لوګر اطلاعاتو او کلتور رياست د میاشتنۍ جریدې د يوې ځانګړې مرکې په  يوه برخه کې ويلي: که د اړوندو ادارو او مسؤلينو لخوا د دغه پوهنتون پوره مالي. . .

BACK TO NEWS