د کار موندنې خبرتیا
لوګر پوهنتون د ظرفیت لوړولو، ادارې پیاوړتیا او وړکسانو ته د فرصت برابرولو په موخه، (9) خالي بستونه د آزادې سیالۍ بهیر له لارې اعلانوي.
په شرایطو برابر کسانو ته بلنه ورکول کېږي چې د ټاکلي وخت په دننه کې د اړینو اسنادو سره د لوګر پوهنتون اړوندې د کارکنانو عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي.
دا بهیر د شفافیت، سیالۍ او وړتیا پر بنسټ پرمخ وړل کېږي، تر څو د پوهنتون لپاره وړ او ژمن کسان جذب شي.
یادونه: د بستونو د ډول، اړینو شرایطو، اسنادو او نورو اړوندو جزیاتو لپاره، مهرباني وکړئ له دغو شمیرو سره اړیکه ونیسئ:
۰۷۷۹۷۳۱۹۳۵ / ۰۷۷۱۰۴۲۶۸۵ / ۰۷۷۱۴۹۰۶۲۳