۱۱.۶. اسلامي علومو او فرهنګ څانګه

لوګر پوهنتون

علمي او محصلانو چارو معاونیت

ښوونې او روزنې پوهنځي

اسلامي علومو او فرهنګ څانګه

د څانګې مخینه:

اسلامي ثقافت څانګه د یو غیر فارغ ورکونکی څانګې په توګه په کال ۱۳۹۸ هـ. ش کې د لوړو زده کړو وزارت د عالی شوری په پنځمه جلسه کې  ایجاد شوه، چې د همدې مصوبې د فیصلی په اساس په کال ۱۳۹۹ هـ ش کې د ښونې او روزنې پوهنځی په چوکاټ کې په خپل فعالیت پیل کړ  او په کال ۱۴۰۲ هجری لمریز کال کې د ( اسلامي علومو او فرهنګ) څانګې په نوم سره په فارغ ورکونکي څانګه تبدیل شوه، چې اوس مهال څلور تنه علمي کادر غړي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې مسلکي او تخصصي مضامینو په تدریس بوخت دي.

لرلید

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه به د هیواد په کچه یوه منلی شوی څانګه وي، چې فارغ کادرونه به یې د هیواد په پوهنیز، عدلي قضايي او دعوت او ارشاد برخوکې مثبت تغیر راوستونکې وي.

رسالت

 د اسلامي علومو او فرهنګ څانګه د خپل نصاب پر بنسټ د هیواد د پوهنیز سیستم لپاره مسلکي او متعهد معلمین روزي او د هیواد ځوان نسل په اسلامي فرهنګ د سمبالښت ترڅنګ، د اسلام د اصیل فهم پاللو او ترویجولو لپاره هلې ځلې کوي.

پورته د څانګې لرلید او رسالت د څانګې په (    ۷    ) ګڼه پروتوکول او    ۶ /    ۴   /  ۱۴۴۷  هـ . ق مطابق   د  ۶ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نيټه جلسه، د پوهنځي ستراتیژیک پلان کمېټې په  (   ۷    ) ګڼه پروتوکول او  ۱۵ /  ۴   / ۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د  ۱۵ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه او همدارنګه د پوهنځي علمي شورا   (۸  ) ګڼه پروتوکول او     ۲۰   /     ۴   /۱۴۴۷ هـ . ق مطابق د۲۰ / ۷ / ۱۴۰۴ هــ. ش نېټه جلسه کې ثبت دي.

تشکیلاتي جدول:

نوم

تخلص

علمي رتبه

وظیفه

احمد غیور

یوسفزی

پوهنیار

د څانګې  آمر

فضل الربی

زاهد

پوهنیار

د پوهنځي مرستیال

ابراهیم

نوري

پوهنمل

علمي کادر غړی

یحیی

حقمل

پوهنمل دوکتور

علمي کادر غړی

 

د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې فارغو محصلانو لپاره کاري فرصتونه:

۱: د لوړو زده کړو وزارت په چارچوب کې د علمي کادر غړي، څیړونکي او اداري مسؤل په توګه؛

۲: د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د دينې علومو د ښوونکي یا تعلیمي مسؤل په توګه؛

۳: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې د دعوت، ارشاد، جوماتونو او اوقافو اړوند چارو کار پوه په توګه؛

۴: په محکمو او عدلي چارو کې د شرعي او فقهي چارو کار پوه په توګه؛

۵: په امارتي ادارو کې د دیني او فرهنګي چارو کارپوه په توګه؛

۶: په څیړنیزو او علمی مرکزونو کې د اسلامي علومو د څیړونکي په توګه؛

۷: په امارتي ادارو کې د اداري کارمند په توګه؛

۸: داخلي او خارجي مؤسساتو کې د کارپوه او اداري کارمند په توګه کار کول.

 

۱۲.۵. د اسلامي علومو او فرهنګ  څانګې د آمر بیوګرافي

پوهنیار احمد غیور یوسفزی

پوهنیار احمد غیور یوسفزی د احمد شاه زوی د الحاج عبدالقیوم لمسۍ دی. چې په ۱۳۶۹ کال کې د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ په یوې متدینې کورنۍ کې زیږدلی، لومړنۍ زدکړې یې په پاکستان کې ترسره کړې، په ۱۳۸۶ کال کې د ننګرهار پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د اسلامي تعلیماتو څانګې ته بریالی او په ۱۳۹۱ کال له نوموړې څانګې څخه په کادري نمرو فارغ شو، له فراغت وروسته د آزاد رقابت له لارې د ۱۹/۱/۱۳۹۲ نیټه د پکتیکا پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي ثقافت څانګې ته د علمي کادر  په توګه بريالی شو.

احمد غیور یوسفزی په ۱۳۹۵کال کې دننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي د تفسیر او حدیث ماسټرۍ  برنامې ته د آزاد رقابت له لارې کامیاب شو چې په ۱۳۹۷ کال کې یې له یاد بنسټ څخه د ماسټرۍ  سند ترلاسه کړ، نوموړی د لوړو زدکړو وزارت د (۴۹۴۷) ګڼه او ۹/۹/۱۳۹۹ نیټې حکم او د تقرر او ترفیعاتو محترم ریاست (۷۴۸)ګڼه او ۱۰/۹/۱۳۹۹ نیټې مکتوب په اساس د لوګر پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي اسلامي ثقافت څانګې ته تبدیلي وکړه او اوس مهال د لوګر پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د اسلامي علومو او فرهنګ څانګې د آمر په صفت دنده ترسره کوي.

اسلامی علومو او فرهنگ څانګي د محصلانولارښود کتاب

اسلامي علومو او فرهنګ څانګه کتلاک

 

Message of the Chancellor of Logar University

After achieving complete freedom from the oppressive occupation, our Islamic system and society need to progress in every aspect of life. For the advancement of a society, its individuals need to be equipped with both religious and modern education.
To achieve this goal, Logar University considers it its mission and responsibility to educate students who are not only committed and professional but also devoted to their faith and country. In the future, these graduates will play a constructive role in the development of their country and in achieving lofty objectives, fostering creativity and innovation.

President of Logar University

 

Mufti Seyyed Zia-ul-Ahmad Sarem
sarem photo