د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې زده کړیالانو کابل پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ!

شنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱۴مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو زده کړیالانو کابل پوهنتون ته د عملي زده کړو او مسلکي څېړنو په موخه علمي سفر ترسره کړ.
دغه علمي سفر د دغې موسسې د کرنې پوهنځي د درې تنو استادانو پوهنیار شفیق الله بختیار، پوهنیار سلیمان سلطاني او نوماند پوهنیار اسرارالله تسل په لارښوونه ترسره شو، چې د کابل پوهنتون په فارمسي پوهنځي کې یې د یو شمېر طبي بوټو په اړوند د معلوماتو او تجربو تر څنګ د کرنې پوهنځي له څېړنیز فارم، ماشین آلاتو او همدا راز لابراتوار څخه د لیدنې سربېره ځینې اړینې مسلکي تجربې هم په کې ترسره شوې دي.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د هیواد د نور تحصیلي مرکزونو سره سره په یاده برخه کې د کابل پوهنتون له هر اړخیزې همکارۍ مننه کوي او زیاتوي، چې د هیواد د ټولو تحصیلي او علمي مرکزونو دا ډول ګډې همکارۍ به د ځوان نسل په علمي او مسلکي روزنه کې د پام وړ ښه والی او پرمختګونه رامنځته کړي.
باید وویل شي، چې د کرني پوهنځي زده کړیالانو تر دې وړاندې هم د هیواد یو شمېر څېړنیزو فارمونو او په مسلکي برخو کې د غلو دانو تولیدي شرکتونو ته علمي سفرونه ترسره کړي دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.