خبرتیا! د لوګر ولایت ټولو د دولسم ټولګیو فارغو تنکیو ځوانانو!

داچي لوګر د لوړو زده کړو موسسې/ لوګر پوهنتون لخوا د لوګر ولایت د دولسمو ټولګیو فارغو تنکیو ځوانانو او د سږ ۱۴۰۴کال عمومي کانکور ازموینې ټولو ګډونوالو ته د لوګر د پوهنې قدرمن ریاست سره په همغږي د کانکور ازموینې د لارښوونې په اړوند په تخنیکي برخو کې ښوونیز سمینارونه وړاندې کیږي، دې نوښت او ملي همکارۍ ته په کتو لوګر د لوړو زده کړو موسسه/ لوګر پوهنتون غواړي راتلوونکې اونۍ د شنبې ورځ، چې له ۴ / ۳ / ۱۴۰۴ نېټې سره برابره ده، د عمومي کانکور له ګډونوالو له کانکور سره د پوره بلدتیا او ذهني وړتیا لوړونې په موخه ازمایښتي کانکور ازموینه واخلي.
په همدې اساس د سږني کانکور ټولو ګډونوال کولای شي، چې د یادې ازمایښتي کانکور ازمویني د نوملیکنې لپاره لوګر د لوړو زده کړو موسسې ته تشریف راوړي.
یادونه: د یادې ازموینې نوملیکنه او نور ټول خدمتونه وړیا دي.
د نوملیکنې نېټه: د روان ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي له میاشتې له ۲۹ مې څخه پیل د ازموینې تر ورځې، د سهار له ۸ او د مازدیګر تر څلورو بجو پورې.
پته: لوګر مرکز پل علم ښار- شېروازه ساحه- لوګر د لوړو زده موسسه/ لوګر پوهنتون.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۷۷۹۵۵۱۸۱ / ۰۷۷۹۷۳۱۹۳۵/ ۰۷۸۹۵۴۷۲۵۵
په درنښت!
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مديريت.