لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو او اداري تشو بستونو د ازموینې د بایومتریک لړۍ پیل شوه!

logu_admin
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال دلو/سلواغه ۱۵مه او د ۱۴۴۶ شعبان المعظم ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو او اداري  تشو بستونو د ازموینې لپاره د نږدې (۱۱۰۰) تنو نوماندانو د بایومتریک لړۍ پیل شوه.
د یادې ازموینې د بایومتریک او ازموینې اړوندې چارې د ازموینو ملي ادارې لخوا د راغلې کمېټې لخوا ترسره کیږي. د دغې کمېټې د مسؤل پوهندوی امام الدین ابراهیمي په خبره، چې د دغې ازموینې لپاره نږدې (۱۱۰۰) تنو نوملیکنه کړې، چې د بایومتریک لړۍ تر بشپړېدو وروسته به یې راتلونکې چهارشنبه د روان ۱۴۰۳ کال دلوې/سلواغې ۱۷مه نېټه ازموینه هم لوګر د لوړو زده کړو موسسې واخستل شي. ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري هم د ازموینو ملي ادارې لخوا د راغلې کمېټې غړو او د ازموینې ګډونوالو ته په اړونده برخه کې د دغې موسسې د شته امکاناتو له اړخه د بشپړې همکاري ډاډ ورکړ.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

Message of the Chancellor of Logar Institute of Higher Education

After achieving complete freedom from the oppressive occupation, our Islamic system and society need to progress in every aspect of life. For the advancement of a society, its individuals need to be equipped with both religious and modern education.
To achieve this goal, Logar Institute of Higher Education considers it its mission and responsibility to educate students who are not only committed and professional but also devoted to their faith and country. In the future, these graduates will play a constructive role in the development of their country and in achieving lofty objectives, fostering creativity and innovation.

President of Logar Institute of Higher Education

 

Mufti Seyyed Zia-ul-Ahmad Sarem
sarem photo