لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د علمي څېړنو د پایلو شریکولو کنفرانس وړاندې شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۲۴مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۱۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې د شپږو تنو استادانو لخوا له اړوندو ادارو او متخصصانو سره د بېلابېلو علمي څېړنو د پایلو شریکولو کنفرانس وړاندې شو.
په دغه کنفرانس کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري، استادانو، د لوګر ولایت مقام، قضایي ارګانونو، پوهنې ریاست، ترافیکومدیریت استازیو او د دغې موسسې زده کړیالانو شتون درلود.
د کنفرانس د پیل او ښه راغلاست وینا د دغې موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم وکړه. نوموړي په داسې تحصیلي مرکزونو کې علمې څېدنې خورا ګټورې او اړینې یادې کړې او د یاو استادانو د څېړنو د پایلو شریکول او هڅې یې وستایلې. ښاغلي صارم همدادراز هیله وښوده، چې د یادو استادانو سربېره دې د دغه تحصیلي مرکز نور استادان هم دې ورته علمي څېړنې ترسره کړي، تر څو د دوی او همدا راز زده کړیالانو په علمیت، نوښتونو او مسلکي لاسته راوړنو کې پرمختګ وشي.
په یاد کنفرانس کې د دغې موسسې د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهندوی دکتور وحیدالله عبدالرحیم زي لخوا( د بیولوژي پر زده کړې باندې د کانکور ازموینود پایلو اغیزې) د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس بوهنیار ابراهیم نوري لخوا (د اسلامي شریعت له نظره د ګوتمۍ کارول) د تضمین کیفیت آمر پوهنیار عبدالعزیز عابد لخوا ( په اسلامي فقه او جزا کوډ کې د ترافیکي پېښو اړوند د جرمونو مجازات) د کرنې پوهنځي استاد پوهنیار احمد نور ستانکزي لخوا ( د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې د مالدارو کورنیو د لبنیاتو د بازار موندنې پر وړاندې د شته ستونزو ارزونه) د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل محمد طاهر خپلواک لخوا ( لوګر د لوړو زده کړو موسسې د زده کړیالانو پر تحصیلي اُفت/لوېدنې د اغېزناکو لامولونو څېړل) او همدار زار د اسلامي ثقافت څانګې آمر پوهنیار احمد غیور یوسفزي لخوا ( په اسلامي فقه کې د فوټوګرافیک انځور حکم) تر سرلیکونو لاندې د علمي څېړنو پایلې شریکې شوې.
یاد کنفرانس د پایلې ارزونه د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت لخوا وشوه او کنفرانس د دعایې په لوستلو سره پای وموند.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.