لوګر د لوړو زده کړو موسسې د روغتیا او ورزش کمېټې میاشتنۍ ناسته ترسره شوه!
شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د روغتیا او ورزش کمېټې میاشتنۍ نوبتي ناسته د چارو د ښه سمون او همغږي په موخه د یادې کمېټې د مسؤل پوهنیار محب الرحمن خدام په مشري ترسره شوه.
په یاده ناسته د کې د روغیتا او ورزش اړوند اړین موضوعات بیان او په اړه یې پرېکړې وشوې. د یادې کمېټې دغه ناسته پداسې حال کې ترسره کیږي، چې تازه په دغه موسسه کې د لوبو میدانونو د اساسي جوړېدو لپاره لازم ګامونه اوچت شوي.