د شرعیاتو پوهنځي او د لوګر ولایت د عدلیې ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۰:۲۱
۱۱

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال سبنلې/ وږي ۱۷مه او د ۱۴۴۷ربیع الاول ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د لوګر ولایت د عدلیې ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د لوګر پوهنتون رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم او د عدلیې رئیس الحاج مولوي خلیل الرحمن حنفي لخوا لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک په داسې حال کې د دواړو لوریو لخوا لاسلیک شو، چې د شرعیاتو پوهنځي رئیس شیـ؛؛؛خ مولوي محمد ابراهیم حقـ؛؛؛اني او د دواړو ادارو یو شمېر مسؤلینو او اداري کارکوونکو شتون درلود.
په دغه هوکړه لیک کې په ډاګه شوي، چې ښکېل لوري به د اړتیا پر وخت د محصلانو، استادانو او مدافع وکیلانو لخوا د څېړنو په چارو کې دوه اړخیزې همکارۍ کوي او د علمي کنفرانسونو د ترتیبولو او وړاندې کولو په برخه کې به په ګډه کار کوي. د دې تر څنګ به دواړه لوري له اړوندو کتابتونونو د مطالعې په موخه ګټه اخلي او همدا راز د عدلیې ریاست له لوري به دارالوکالو ته د زده کړو په موخه د شرعیاتو پوهنځي محصلان ورپېژندل کیږي.
باید وویل شي، چې تېره اونۍ هم دې ته ورته لوګر پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د لوګر ولایت د استیناف محکمې تر منځ هم د دوه اړخیزو همکاریو په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS