لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي او د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

دوشنبه: د ۱۴۰۴کال سنبلې/ وږي ۱۰مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۸مه نېټه.
لوګر پوهنتون د کرنې پوهنځي او د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د لوګر پوهنتون د رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم او د یاد ریاست رئیس مولوي محمدکریم مهاجر لخوا لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک له مخې به د دغه تحصیلي مرکز د کرنې پوهنځي د زده کړیالانو لپاره د ملي ورځو د لمانځنې په مراسمو کې د اداري، علمي کارکوونکو فعاله ونډه ورکول کیږي او د دې تر څنګ به د چاپېریال ساتنې عامه پوهاوي پروګرامونو کې د استادانو او محصلینو ګډون هم ترسره کیږي او د دې سربېره به د استادانو د تخصص او کرنې پوهنځي اړوندو برخو ته په کتو، د چاپېریال ساتنې مهمو موضوعاتو په اړه علمي څېړنې ترسره کیږي.
باید وویل شي، چې تېره هم ورځ دې ته ورته د ګډو همکاریو هوکړه لیک په اړوندو برخو کې د دغه پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي او د لوګر ولایت د استیناف محکمې تر منځ د دواړو لوریو د رئیسانو لخوا لاسلیک شو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.