د خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو ټولو قدرمنو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د خزاني سمستر درسونه د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د زمري میاشتې په ۱۱مه نېټه چې د شنبې له ورځې سره برابره ده رسماً پیل شوي.
په همدې اساس ټولو ګرانو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې په ټاکلې نېټه درسي بهیر ته حاضر او درسونه په منظم ډول تعقیب کړﺉ؛ تر څو په راتلونکي کې د حاضري له محرومي او د درسونو له تېرېدو سره مخ نشئ.
يادونه: د څلورګونو پوهنځیو د جدیدالشمول محصلانو د نوملیکنې بهیر هم له درسي بهیر سره سم پر یوه وخت پیل شوی دی.
په درنښت!
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.