لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه¬لیک لاسلیک شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۶:۳۴
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال جوزا/غبرګولي ۲۸مه او د ۱۴۴۶ ذوالحجة الحرام ۲۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه¬لیک  د دغې موسسې زده کړیالانو ته د ښوونیزو، علمي او کلتوري برنامو د برابرولو سربېره استادانو او زه کړیالانو لپاره د لرغونو سیمو ته د علمي سفرونو د برابرولو په موخه لاسلیک شو.
په دې تړاو جوړ شوی مجلس د دغې موسسې د رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم، د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رییس دکتور رفیع الله صمیم، د دغې موسسې د علمي ام محصلانو چارو مرستیال پوهندوی مولوي میرویس ستانکزي، مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی، د څلورګونو پوهنځیو د رییسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او یو شمېر زده کړیالانو په ګډون شاهد و.
د دغه هوکړه لیک د لاسلیک پرمهال د دواړه لوریو لخوا ژمنه وشوه، چې د ګډو علمي څېړنو، استادانو او زده کړیالانو لپاره لرغونو سیمو ته د علمي سفرونو د برابرولو او د بین المللي ژبو او کمپیوټر زده کړو، ځوانانو لپاره د روزنیزو برنامو جوړولو، د محلي کلتور د ساتنې او یو شمېر نورو برخو کې له یو بل سره پوره همکار پاتې کیږي.
دغه هوکړه لیک اسې مهال لاسلیک کیږي، چې له دې وړاندې هم لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر پوهنې رياست تر منځ د ګډو همکاريو هوکړه ليک د علمي او څېړنيزو پرمختګونو او مسلکي تجربو شريکولو په موخه لاسليک شو.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS