لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس د‌دغې موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو ليدنه وکړه!

logu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۳
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غويي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس مولوي ضیاءالاحمد صارم د‌ دغې موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو د کار د څرنګوالي په موخه ليدنه وکړه.
ښاغلي صارم د اړوندې پروژې پر کارکوونکو د ښو، مسلکي او معياري چارو/ کارونو په ترسره کولو ټینګار وکړ. د دې تر څنګ د دغې موسسې رييس د موسسې په انګړ کې د سږکال تازه کښېنول شويو نيالګيو څخه هم لیدنه وکړه او پر اړوندو خدماتي کارکوونکو يې د نيالګيو د ښې پالنې او اوبو رسونې ټينګار وکړ.
بايد وويل شي، چې سږکال د دغې موسسې په انګړ کې د شاوخوا ۲۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د رغنيزې پروژې د چارو د پیلېدو تر څنګ د چاپېريال ساتنې په موخه  ۳۰۰۰ نيالګي کښېنول شوي دي.
د نشراتو، اړيکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS