لوګر د لوړو زده کړو موسسې د اداري شورا ناسته ترسره شوه!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۰:۴۸
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/لیندۍ ۲۴مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثاني ۱۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د اداري شورا نوبتي مشورتي ناسته د دغې موسسې د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی په مشري ترسره شوه.
ناسته د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او ورپسې مالي او اداري مرستیال د پيل په خبرو کې پر ټولو اداري کارکوونکو په چارو کې د اخلاص، صداقت او د وخت د ارزښت په اړوند ټینګار وکړ او دغې نوبتي مشورتي ناستې د بېلابېلو اړینو موضوعاتو پر بحث او پرېکړو پای وموند.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۱۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي شورا ناسته سره شوه!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غويي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د علمي شورا ناسته د دغې موسسې د رييس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې ګډونوال. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې دیني-اصلاحي مجلس ترسره شو!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غویي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې رهبري، استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو او زده کړیالانو ته د دعوت او ارشاد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۰:۳
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس د‌دغې موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو ليدنه وکړه!

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال ثور/ غويي ۱۷مه او د ۱۴۴۶ ذوالقعده ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رييس مولوي ضیاءالاحمد صارم د‌ دغې موسسې د ليليې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو د کار. . .

BACK TO NEWS