لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو زده کړیالانو ته فکري-اصلاحي سمینارونه پیل شول! سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۲مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۰مه نېټه.

logu_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۰:۵۲
۱۱

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو زده کړیالانو ته د دغې موسسې د دعوت او ارشاد آمریت لخوا فکري-اصلاحي سمینارونه پیل شول.
په یادو سمینارونو کې د هر پوهنځي زده کړیالانو ته د دعوت او ارشاد آمر مولوي خلیل احمد نثار لخوا د (قانون مصدر عقل دی که شرعه؟) او همدا راز د (اسلامي نظام ځانګړنې) تر سرلیکونو لاندې ارزښتمن او اړین درسونه او معلومات وړاندې کیږي، چې نږدې څلور ورځې به دوام لري.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي زده کړیالانو د لوګر ولایت ساینس مرکز ته علمي سفر ترسره کړ.

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم۳۰مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د فزیک څانکې د درېیم ټولګي زده کړیالانو د لوګر ولایت پوهنې ریاست. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۱۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي کمېټې مشورتي ناسته ترسره شوه!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۹مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د مالي کمېټې مشورتي ناسته د مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الربي مصطفی په مشري ترسره شوه.
د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱ - ۱۱:۶
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې علمي شورا ناسته ترسره شوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۲۸مه او د ۱۴۴۶ جمادی الاول ۱۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې علمي شورا ناسته د دغې موسسې د رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د دغې شورا. . .

BACK TO NEWS