د سیرت سیالۍ د ازموینې خبرتیا!

logu_admin
۱۱

لوګر د لوړو زده کړو موسسې درنو زده کړیالانو، د لوګر ولایت د دیني مدرسو درنو طالبعلمانو، د ښونځیو ګلالیو زده کوونکو او ځوانانو!
لوګر د لوړو زده کړو موسسې/لوګر پوهنتون لخوا د سیرت سیالۍ ازموینه سبا چهارشنبه د روان ۱۴۰۳ کال عقرب/لړم ۹مه نېټه اخستل کیږي.
ټول هغه قدرمن چې یادې سیالۍ ته یې نوملیکنه کړې وه د ازموینې کارتونه ورته د ازموینې په ځای کې وېشل کیږي.
د ازموینې وخت: د ماسپښین پوره (۲) بجې.
ځای: لوګر د لوړو زده کړو موسسه/لوګر پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي اړوند څلور پوړیزه ودانۍ.
یادونه: د ازموینې ټول قدرمن ګډونوال دې د کمره لرونکو مبایلونو او اسلحو....له راوړلو کلکه ډډه وکړي.
په درنښت!
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳ - ۱۵:۵۴
Background image

خبرتیا! د لوګر ولایت ټولو د دولسم ټولګیو فارغو تنکیو ځوانانو!

داچي لوګر د لوړو زده کړو موسسې/ لوګر پوهنتون لخوا د لوګر ولایت د دولسمو ټولګیو فارغو تنکیو ځوانانو او د سږ ۱۴۰۴کال عمومي کانکور ازموینې ټولو ګډونوالو ته د لوګر د پوهنې قدرمن ریاست سره . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۵ - ۱۲:۲۳
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پسرلني سمستر د پیل خبرتیا! قدرمنو محصلانو!

قدرمنو محصلانو!
د لوړو زده کړو وزارت د هدایت پر اساس د ټولو سړو سیمو پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو د ۱۴۰۴ تحصیلي کال د پسرلني سمستر درسونه د روان ۱۴۰۳ کال د کب/حوت میاشتې په ۱۵مه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۲:۱۴
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو او اداري تشو بستونو د ازموینې د بایومتریک لړۍ پیل شوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال دلو/سلواغه ۱۵مه او د ۱۴۴۶ شعبان المعظم ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د لوګر ولایت د پوهنې ریاست اړوند د ښوونکو او اداري  تشو بستونو د ازموینې لپاره د نږدې . . .

Back to announcements