لوګر پوهنتون کې د یوه اداري خالي بست لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه؛

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۵۶
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال سرطان/ چنګاښ ۱۰مه او د ۱۴۴۸ محرم الحرام ۱۵مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د یوه اداري او مسلکي خالي بست لپاره له یو شمېر نوماندانو څخه د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه.
دغه اداري او مسلکي خالي بست، چې د (ښوونې او روزنې پوهنځي لابرانت) تر سرلیک لاندې و، څه موده وړاندې د دغه پوهنتون لخوا کار اهل کار ته د سپارنې او مسلکي کس د ګمارنې په موخه اعلان ته سپارل شوی و، چې له اصولو سره سم یې له یو شمېر نوماندانو څخه په دغه پوهنتون کې ځانګړې کمېټې لخوا تحریري ازموینه واخستل شوه.
د دغې ازموینې پایلې او بریالی ګډونوال به له ټاکلې نېټې سره سم په رسمي ډول اعلانیږي.
 

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS