لوګر پوهنتون او د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۴:۱۸
۱۱

شنبه: د ۱۴۰۴ کال قوس/ لیندۍ ۲۹مه او د ۱۴۴۷ جمادی الثانی ۲۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون او د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست تر منځ د ګډو همکاریو او روغتیایي خدمتونو په موخه هوکړه لیک د دغه پوهنتون د رئیس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم او د عامې روغتیا رئیس الحاج ډاکټر محمد زرک ځیرک لخوا لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک له مخې به دواړه ادارې د تحصیلي، علمي او څېړنیزو برنامو د ترسره کولو، د ګډو پروژو د پلي کولو، د خپرونو، علمي اثارو او درسي کتابونو د تبادلې او همدا راز د دواړو لوریو لپاره په علمي او مسلکي برخو کې د فرصتونو برابرولو په برخو کې ګډې همکارۍ کوي.
د دې ترڅنګ په یاد هوکړه لیک کې د عامې روغتیا ریاست لخوا د دغه پوهنتون دننه د روغتیایي خدمتونو په ډېرېډو هم ټینګار شوی دی، چې له مخې به یې روغتیایي ستونزو او اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه کیږي.
باید وویل شي، لوګر پوهنتون له یو شمېر نورو ولایتي ادارو سره هم د ګډو همکاریو، مسلکي او اداري پیاوړتیا په موخه هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، چې پر مټ یې د پام وړ لاسته راوړنې هم لري.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۱:۲۲
Background image

د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د کډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو؛

دوشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۱۳مه او د ۱۴۴۸ ربیع الثانی ۲۲مه نېټه.
د لوګر او کابل پوهنتونونو تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د دغه پوهنتون رئیس مفتی سید ضیاءالاحمد صارم او د کابل. . .

BACK TO NEWS