لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د دغې موسسې د (کمپیوټر زده کړې) څانګې له عملي زده کړو څخه لیدنه وکړه!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۱:۴۰
۱۱

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۸مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۲۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د دغې موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي د کمپیوټر زده کړې څانګې د زده کړیالانو له عملي زده کړو څخه لیدنه وکړه.
په دغه لیدنه کې د دغې موسسې رییس یادو زده کړیالانو ته په عملي او نظري زده کړو کې د امکان تر حده د اړوندو تجهیزاتو او لا نورو امکاناتو د برابرولو ډاډ ورکړ. نوموړي همدا راز له یادو زده کړیالانو وغوښتل، چې د دغه تحصیلي مرکز له شته امکاناتو پوره او سالمه ګټه پورته کړي او د نظري زده کړو تر څنګ په عملي برخه کې هم زیات څه له ځانه سره ولري. د دغې موسسې رییس همدا راز یادو زده کړیالانو ته وویل: (په پام کې ده، چې د لوګر مخابراتو ریاست سره د عملي زده کړو او دا راز د نورو اړوندو برخو د علمي څېړنو په موخه د ګډو همکاریو تفاهم لیک هم لاسلیک کړي، چې په دې سره به یاد زده کړیالان په مسلکي ډګر کې خورا ډېر څه ترلاسه کړي.)
باید وویل شي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د کمپیوټر زده کړې څانګې د زده کړیالانو سربېره د نورو پوهنځیو او څانګو زده کړیالانو ته هم د کمپیوټر اړوند عملي او نظري درسونه د دغې موسسې په ځانګړي کمپيوټرلب کې وړاندې کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۹:۱۹
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ۵ تشو اداري بستونو لپاره نوي کارکوونکي وروپېژندل شول!

دوشنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۱۶مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۴مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د (۵) پنځو تشو اداري تشو بستونو لپاره د آزادې سیالۍ له لارې بریالي شوي اداري کارکوونکي نن په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۹:۱۰
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ولیبال لوبو پیل شوې سیالۍ بریا د ښوونې او روزنې پوهنځي په خپل نوم کړه!

شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۱۴مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د څلورګونو پوهنځيو تر منځ د ولیبال لوبو سیالۍ د ښوونې او روزنې پوهنځي وګټل او د څلورګونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۹:۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د مونوګراف لیکنې د نوي لارښود په اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو!

شنبه: د ۱۴۰۳ کال میزان/تلې ۱۴مه او د ۱۴۴۶ ربیع الثانی ۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې استادانو ته د دغې موسسې د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهندوی دکتور وحیدالله عبدالرحیم زي لخوا د. . .

BACK TO NEWS