لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې رهبري خپل غوره څېړونکي وستایل!

logu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۱:۵۰
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۳ کال قوس/ليندۍ ۲۸مه او د ۱۴۴۶ جمادی الثاني ۱۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د ښوونې او روزنې پوهنځي رهبري د یاد پوهنځي ۶ تنه استادان د غوره څېړونکو په توګه د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل.
د‌غونډې ګډونوال د یاد پوهنځي رهبري، د څانګو او مستقل آمرین او استادان وو. د ښوونې او روزنې پوهنځي رییس پوهنيار ابراهیم نوري دياد پوهنځي د پرمختګ او بريا راز د خپلو استادانو پر علمي څېړنو او لاسته راوړنو کې وښود او علمي څېړنې يې په تحصیلي او تدریسي ډګر کې يو اړين اصل ياد کړ. ورپسې د دغې موسسې د څېړنو او علمي مجلې آمر پوهندوی دکتور وحيدالله عبدالرحیم زي د ديو شمېر اصولو او تګلارو په پام کې نیولو سره د علمي څېړنو اړوند لازمې لارښوونې بیان کړې. ورته مهال د دغې موسسې د تضمین کیفیت آمر پوهنیار عبدالعزیز عابد هم په خپلو خبرو کې د استادانو لخوا علمي څېړنې د تضمین کیفیت اساسي اړخ یاد کړ او د استادانو علمي څېړنې او نوښتونه يې د ستاینې وړ وبلل.
په پای کې ۶تنو استادانو (پوهندوی دکتور وحيدالله عبدالرحیم زی، پوهنمل محمد جاوېد ستانکزی، پوهنمل محمد شریف سلطاني، پوهنیار ابراهیم نوري، پوهنمل محمد رحیم رحیمي، پوهنمل محمد طاهر خپلواک) ته، چې په ملي او نړیوالو ژورنالونو کې يې علمي څېړنيزې مقالې چاپ او خپرې شوې وې، ترتیب شوي ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۶
Background image

لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو د لومړۍ ورځې ازموينه واخستل شوه؛

شنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/مرغومې ۶مه او د ۱۴۴۷رجب المرجب ۶مه‌نېټه.
لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموينې د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معين،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۰:۳
Background image

لوګر پوهنتون کې د دیني مدرسو د فاضلانو د عالیې او عالمیې مرحلو د شپږ ورځنیو کلنۍ ازموینو اخیستلو د چمتووالي په موخه د مديره هيئت او نګرانانو تر منځ مشورتي ناسته ترسره شوه

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال جدي/مرغومې ۴مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۴مه نېټه.
د دغې ناستې مشري د لوګر پوهنتون رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم کوله، چې نور ګډونوال يې د لوګر د علماوو شورا، ولايت مقام،. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۹:۵۹
Background image

لوګر پوهنتون کې د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس او د غوره څېړونکي ستاینغونډه ترسره شول

چهارشنبه: د ۱۴۰۴کال جدي/مرغومي ۳مه او د ۱۴۴۷ رجب المرجب ۳مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د څېړنو پایلو شریکولو کنفرانس او د پوهنتون په کچه ۱۴۰۳ کال د غوره څېړونکي ستاینغونډه د دغه پوهنتون د. . .

BACK TO NEWS