لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورم ټولګیو زده کړیالانو ته د برېښنایي زده کړو او کارموندنې کمېټې لخوا روزنیز سمینار وړاندې شو!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۲۰
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۳مه او د ۱۴۴۶ صفر ۳۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د څلورګونو پوهنځیو د څلورم ټولکیو زده کړیالانو ته د دغې موسسې د برېښنایي زده کړو او کارموندنې کمټې لخوا د ( څنګه یوه دنده پیدا کړو او ورته نوملیکنه وکړو؟) تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار وړاندې شو.
یاد سمینار د نوماند پوهنیار رفیع الله مهجور وړاندې کړ. نوموړي په خپل ترتیب شوي سمینار کې زده کړیالانو ته د سي وي، ریزومي، سکایف او ځینو نور اړینو آدرسونو تر منځ د توپیرونو په اړوند معلومات وړاندې کړل.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

دوشنبه: د ۱۴۰۴کال سرطان/چنګاښ ۱۶مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې او د لوګر تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تر منځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک د جیولوجي او کانونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۱
Background image

د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې زده کړیالانو کابل پوهنتون ته علمي سفر ترسره کړ!

شنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱۴مه او د ۱۴۴۷ محرم الحرام ۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د کرنې پوهنځي د اګرانومي څانګې د درېیم او څلورم ټولګیو زده کړیالانو کابل پوهنتون ته د عملي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۵:۱۰
Background image

د جیولوجي او کانونو پوهنځي زده زده کړیالانو د لوګر (مس عینک کان) ته علمي سفر ترسره کړ!

پنجشنبه: د ۱۴۰۴ کال سرطان/ چنګاښ ۱۲مه او د د۱۴۴۷ محرم الحرام ۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د جیولوجي او کانونو پوهنځي د کانونو پلټنې او اکتشاف څانګې (۲۹) تنو زده کړیالانو د لوګر. . .

BACK TO NEWS