لوګر د لوړو زده کړو موسسې د شرعیاتو او جیولوجي او کانونو پوهنځیو د نویو زده کړیالانو لپاره د ښه راغلاست غونډې ترسره شوې!

logu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۳مه او د ۱۴۴۶ صفر ۳۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د شرعیاتو او همدا راز د جیولوجي او کانونو پوهنځیو د نویو شامل شویو زده کړیالانو لپاره د ښه راغلاست او له پوهنتون سره د بلدتیا په موخه ځانګړې غونډې ترسره شوې.
په یادو غونډو کې د دغې موسسې د علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهندوی دکتور شفیق الله شفقت او د یادو پوهنځیو رییسانو، استادانو او زده کړیالانو ګډون درلود. نویو زده کړیالانو ته د دغې موسسې علمي او محصلانو چارو مرستیال په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې د دوی هر چلند باید اکاډمیک او علمي وي او د استادانو د درناوي تر څنګ د دغه تحصیلي مرکز له شته مادي امکاناتو څخه سالمه ګټه پورته کړي. نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې د تحصیلي دورې پیل او پای باید په ښه کیفیت او له لاسته راوړنو برخمن وي. ورته مهال د اړوندو پوهنځیو رییسانو هم زده کړیالانو ته د مبارکي او ښه راغلاست ترڅنګ، دوی په ښه درس ویلو او د وخت پر ارزښت پېژندلو مکلف وګرځول او یادو زده کړیالانو ته یې په دغه موسسه کې د ښه تدریس او نورو اړوندو خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ.
د غونډو په پای کې د دواړو پوهنځیو زده کړیالانو ته له پوهنتون سره د بلدتیا په موخه ښوونیز سمینارونه وړاندې شول.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۵:۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې اداري کارکوونکو ته (د ښو اخلاقو ګټې او د ناوړه اخلاقو بېلګې) په اړوند روزنیز سمینار وړاندې شو!

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۲۰مه او د ۱۴۴۶ ربیع الاول ۷مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټولو اداري کارکوونکو ته د دغې موسسې د اسلامي ثافت څانګې استاد پوهنیار مولوي شفیع الرحمن هاشمي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۰:۵۸
Background image

لوګر د لوړو زده کړو کړو مؤسسې اړوند د کرنې پوهنځي په اګرانومي څانګه کې د سیمینارونو د وړاندې کولو لړۍ پېل شوه!

نېټه ۱۴۰۳/۶/۲۰
د یادې غونډې د پېل ویناوال د کرنې پوهنځي رئیس  پوهنیار سید حفیظ الله وو، نوموړي په خپلو خبرو کې لومړی د غونډې په اړه خپله خوښي څرګنده کړه او بیا یې  د څانګې د امر او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۸:۲۴
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو د څانګو له آمرینو سره مشورتي ناسته وکړه!

یکشنبه: د ۱۴۰۳ کال سنبله/وږي ۱۸مه او د ۱۴۴۶ د ربیع الاول ۵مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رهبري د دغې موسسې د څلورګونو پوهنځیو د څانګو له آمرینو سره د چارو د ښه سمون او همغږي په موخه. . .

BACK TO NEWS