لوګر د لوړو زده کړو موسسې اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت ۱۱ ګوني معیارونه د دوه ورځني سمینار په لړ کې تشریح شول!

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۵:۴۶
۱۱

چهارشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۲۲مه او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې ټولو اداري کارکوونکو ته د تضمین کیفیت ۱۱ ګوني معیارونه، چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې ریاست لخوا تازه ترتیب او را استول شوي وو د دغې موسسې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې آمر پوهنیار عبدالعزیز عابد لخوا د دوه ورځني سمینار په لړ کې تشریح شول.
د دغه سمینار په پیل کې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مفتي سید ضیاءالاحمد صارم په خپلو خبرو کې ټول اداري کارکوونکي د یادو معیارونو پر پوهېدو مکلف یاد کړل او ټینګار یې وکړ، چې په اړوندو برخو کې دې د یادو معیارونو په پام کې نیولو سره اړوند اداري کارونه په پوره روڼتيا سره سرته رسوي او هڅه به مو دا وي؛ تر څو له دې فرصت څخه په ګټې اخيستنې د دغې موسسې د تضمين کيفيت دوهم پړاو هم په ښه ډول ترلاسه کړو.
دغه سمينار په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د دغې موسسې ټولو استادانو ته هم ورته سمينار د دوه ورځو په ترڅ کې وړاندې شو. 
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت.

لوګر پوهنتون د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر پوهنتون دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

لوګر پوهنتون رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۴۱
Background image

۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند

وزارت تحصیلات عالی می‌گوید که ۱۴۴ محصل از رشته‌های مختلف سه پوهنځی پوهنتون لوگر فارغ شده‌اند.

بر اساس خبرنامۀ این وزارت، محصلان یادشده از پوهنځی‌های شرعیات، زراعت و تعلیم و تربیه این. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۷
Background image

لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه؛

چهارشنبه: د ۱۴۰۵ کال تلې/ میزان ۲۹مه او د ۱۴۴۸ جمادی الاول ۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون علمي شورا ناسته د دغه پوهنتون د رئيس مفتي سيدضياءالاحمد صارم په مشري ترسره شوه.
د ناستې پيل د قرآن کریم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۸:۴۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې ګډون او وینا وکړه

د لوړو زده کړو وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، د لوګر پوهنتون محصلانو فراغتغونډه کې، په داسې حال کې چې د لوګر مرستيال والي، امنیې قومندان، د استخباراتو رییس، د. . .

BACK TO NEWS