لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د استادانو لپاره درې ورځنی علمي-دیني سمینار پای ته ورسېد.

logu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۱ - ۱۱:۳۸
1

پنجشنبه: د ۱۷ / ۸ / ۱۴۴۴ او ۱۸ / ۱۲ / ۱۴۰۱ نېټه

لوګر د لوړو زده کړو موسسه

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې استادانو ته درې ورځنی علمي-دیني سمینار په لار اچول شوی و، چې نن یې د یوې غونډې په لړ کې پای وموند.

یاد سمینار په بېلابېلو ځانګړو او اړینو موضوګانو راڅرخېده، چې ګډونوال او وړاندې کوونکي یې لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس پوهنمل دکتور شفیق الله شفقت، علمي او محصلانو چارو مرستیال پوهنیار ګل رحمن صابر، د پوهنتون استادان، د هیواد مشهور دیني عالمان هر یو شیخ مولوي محمدګل وهاج، شیخ مولوي عزت الله، شیخ مولوي عبدالرحمن آخنذاده، شیخ مولوي عبدالسمیع غزنوي، شیخ مولوي ضیاءالله حکیمي، قاري عبدالستار سعید، د کابل والــــــــي شیخ مولوي محمد قاسم خالد، شیخ مولوي پیرمحمد حقاني، د ننګرهار د استخبـــــــاراتو رییس الحاج مولوي محمدالله برأ، د لوګر د استناف محکمې رییس مولوي عبدالسلام روح الله، د لوګر ولایت مقام استازي د مختلفو ادارو رییسان او مسؤلین وو.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې استادان هم له یاد سمینار څخه خورا خوښ او په راتلونکي یې هم دې ته ورته سمینارونو غوښتنه وکړه.

یاد سمینار د هیواد په ټولو دولتي پوهنتونونو کې په لار اچول شوی، چې په ځینو کې تمام او د ځینو لا روان دی

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۵۷
Background image

لوګر پوهنتون د جیولوجي او کانونو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړيو ټولګیو زده کړیالانو ته د (مؤثرې زده کړې تګلارې) تر سرلیک لاندې ښوونیز سمینار وړاندې شو!

دوشنبه: د ۱۴۰۴کال سنبلې/وږي ۳مه او د ۱۴۴۷ ربیع الاول ۱لومړۍ نېټه.
لوګر پوهنتون د جیولوجي او کانونو او شرعیاتو پوهنځیو د لومړیو ټولکیو د لومړي سمستر زده کړیالانو ته (مؤثرې زده کړې تګلارې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۵۳
Background image

پوهنتون ته له ارتقا سره سم یې د نږدې ۵۱ میلیونو افغانیو په ارزښت د سړکونو د جوړولو رغنیزه پروژه خپله کړه!

شنبه: د ۱۴۰۴ کال سنبله/ وږی ۱ لومړۍ او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۲۹مه نېټه.
لوګر پوهنتون نه یوازې دا، چې له لوړو زده کړو موسسې څخه یې د پوهنتون بڼه خپله کړه؛ بلکي له دې سره سره یې د یو شمېر نورو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۴:۵۱
Background image

لوګر پوهنتون کې د ( اسلام او غرب او د روان وضعیت ننګونې او وړاندیزونه) تر سرلیک لاندې روزنیز فکري سمینار وړاندې شو!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال اسد/ زمري ۲۷مه او د ۱۴۴۷ صفرالمظفر ۲۴مه نېټه.
لوګر پوهنتون کې د دغه پوهنتون استادانو، اداري کارکوونکو او د څلورګونو پوهنځیو د څلورمو ټولګیو زده کړیالانو ته د ( اسلام. . .

BACK TO NEWS