د شرعیاتو او همدا راز جیولوجي او کانونو پوهنځيو له اداري چارو او د ازموینو له لړۍ لیدنه او څارنه وشوه!
سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال جدي/مرغومې ۴مه او د ۱۴۴۶جمادی الثانی ۲۲مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې د رییس مولوي ضياءالاحمد صارم لخوا د دغې موسسې د شرعیاتو او جیولوجي او کانونو پوهنځيو له اداري چارو او د ازموینو له لړۍ لیدنه او څارنه وشوه!
د ښاغلي صارم لخوا د یادو پوهنځیو مسؤلینو ته د اداري چارو سربېره د ازموینو پر بهیر د بشپړې روڼتیا او پر خپل وخت د چارو سرته رسولو باندې ټینګار وشو. دغه لیدنې او څارنې په داسې حال کې ترسره کیږي، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ۱۴۰۳ کال خزاني سمستر ازموینې پای ته په رسېدو دي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.