اداري بستونو ته د منل(شارت لېست) شویو کسانو لپاره د آزموینې کارت اخیستلو په تړاو اړینه خبرتیا!
لوګر پوهنتون د۱۴۰۴ هـ ش کال په جریان کې خپل دوه اداري بستونه، چې یو بست د ښوونې او روزنې پوهنځي اړوند د لابرانټ او بل د غذایي موادو د وېش او اجناسو مدیریت پنځمه درجه بستونه د ازادې سیالۍ له لارې اعلان ته سپارلي وو، په همدې اساس هغه کسان چې د یادو بستونو اړین شرایط یې پوره کړي، شارت لېست او سیستم ته داخل شوي کولی شي چې د آزموینې د شمولیت کارتونه د راتلونکې دوشنبې په ورځ چې د عقرب یا لړم میاشتې له دولسمې نېټې سره برابره ده، د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت څخه په ټاکلي مهالوېش ترلاسه کړي.
د کارتونو ترلاسه کولو وخت: د سهار له ٨، د مازیګر تر ۳:۳۰ بجو پورې.
اړین مواد: د تابعیت اصلي پېژندپاڼه او یو قطعه عکس
یادونه: هغه کسان چې بستونو ته ندي شارت لېست شوي او ذکر شوي اړین شرایط یې ندي پوره کړي کولی شي، د اطمنان ترلاسه کولو لپاره د عقرب یا لړم میاشتې په لسمه او یوولسمه نېټه، چې د شنبې او یکشنبې له ورځو سره سمون خوري د لوګر پوهنتون د کارکوونکو چارو عمومي مدیریت ته مراجعه وکړي. د لازیاتو معلوماتو لپاره کولی شئ، چې له لاندې شمېرو سره په اړیکه کې شئ. ۰۷۷۹۷۳۱۹۳۵ ـــــ ۰۷۷۱۰۴۳۶۸۵
