لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د پسرلي موسم په رارسېدو سره ۳۰۰۰ درې زره نیالګي کښېنول کیږي!

logu_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۲۷
۱۱

سه شنبه: د ۱۴۰۳ کال کب/حوت ۲۱ او د ۱۴۴۶ رمضان المبارک ۱۱مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د  راتلونکي ۱۴۰۴ ل کال پسرلي په رارسېدو سره د دغې موسسې د لا زرغونتیا، زده کړیالانو لپاره د سالمې تفریح ځای او  چاپېریال ساتنې په موخه ۳۰۰۰ درې زره بې¬مېوې نیالګي کښېنول کیږي.
دغه نیالګي چې ( د افغانستان لپاره د راتلونکو نسلونو/FGA) موسسې لخوا لوګر د لوړو زده کړو موسسي سره مرسته شوي د کښېنولو لړۍ یې تېره یکشنبه د لوګر ولایت د مرستیال والي، لوګر لوړو زده کړو موسسې رهبري، د لوګر ولایت د چاپېریال ساتنې، کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ او پل¬علم ښاروالۍ د مسؤلینو سربېره د ولایتي ادارو یوشمېر رییسانو، د FGA موسسې مسؤلینو، لوګر د لوړو زده کړو موسسې د استادانو او یوشمېر زده کړیالانو لخوا پیل شوه.
ورته مهال لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیاءالاحمد صارم د FGA موسسې له مسؤلینو څخه د مننې ترڅنګ دغه نیالګي د دغې موسسې په زرغونتیا، آبادي او له اقلیمي اړخه سالم چاپېریال رامنځته کېدو کې خورا ارزښتمن یاد کړل او د دې تر څنګ یې په راتلونکي کې د FGA موسسې او همدا راز د اړوندو ادارو له مسؤلینو د کښېنول شویو نیالګیو د اوبو رسونې او مسلکي پالنې په برخه کې د لازمو او تل پاتې همکاریو هیله وښوده.
باید وویل شی، چې لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د اسلامي او ملي دود له مخې هر کال د دغې موسسې د زرغونولو، آبادي او چاپېریال سانتې په موخه زرګونو نیالګي کښېنول کیږي.
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي لوی مدیریت.

لوګر دلوړو زده کړو موسسې د رهبري پیغام

له کرغیړن اشغال څخه د بشپړې آزادۍ ترلاسه کولو وروسته زموږ اسلامي نظام او ټولنه د ژوند په هره برخه کې پرمختګ ته اړتیا لري او د یوې ټولنې د پرمختګ لپاره دا اړینه ده چې وګړي یې د دیني او عصري علومو په ګاڼه سمبال وي.

د همدې موخې د تر لاسه کولو له پاره لوګر د لوړو زده کړو موسسه دا خپل رسالت او مکلفیت ګڼي چې محصلین د فکري او عقیدوي جوړښت تر څنګ متعهد، مسلکي، دین او هیواد ته ژمن وروزي، چې په راتلونکي کې د خلاقیت او نوښتو سربیره د خپل هیواد په رغولو او د لوړو اهدافو په تر لاسه کولو کې رغنده رول ولوبوي.

په در نښت

مفتي سید ضیاءالاحمد صارم

لوګر دلوړو زده کړو موسسې رئیس

مفتی سید ضیاءالاحمد صارم
مفتی سیدضیاءالاحمدصارم

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱/۲۶ - ۱۵:۴۰
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړوند د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان د تشریح په پار غونډه ترسره شوه!

دوشنبه: د ۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۲۵مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۱۶مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د دغې موسسې رهبري، استادانو، اداري کارکوونکو او زده کړيالانو ته ( د خوښۍ، ودونو، مصیبتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۵۵
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې دي!

چهار شنبه: د ۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۱مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۲۰مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسه کې د نوي جوړېدونکي جومات د جوړېدو چارې په چټکۍ روانې او نږدې ۵۰ سلنه یې ترسره شوي دي.
دغه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۰ - ۹:۵۲
Background image

لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس د دغې موسسې د لیلې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو لیدنه وکړه

سه شنبه: د ‍۱۴۰۴ کال حمل/ وري ۱۰مه او د ۱۴۴۶ شوال المکرم ۱۹مه نېټه.
لوګر د لوړو زده کړو موسسې رییس مولوي ضیا‌ءالاحمد صارم د دغې موسسې د لیلې لپاره د خوړنځای او ګدام د جوړېدو له چارو د. . .

BACK TO NEWS